راپور
د ۱۳۹۴ هـ ل کال راپور
د سولي پسرلنۍ مشاعره
پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د وري د مياشتي پر ۱۲ نېټه په ټولنه کي د زورزياتي او تاوتريخوالي د له منځه وړلو او پر ځای ئې د زغم، تعقل او حوصلي څخه د کار اخيستو او د ورورولۍ د روحيې د لا تقويه کېدو په موخه "دسولي پسرلنۍ مشاعره" ترنامه لاندي د ادبياتو پوهنځي او د ښووني او روزني د پښتو څانګي سره په ګډه همکاري مشاعره جوړه کړله. په ياده مشاعره کي د کندهار پوهنتون رئيس دوکتور پوهنمل حضرت مير توتاخېل، دکندهار پوهنتون مالي او اداري مرستيال پوهنيار انجنير نذير احمد قانع، د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز رئيس څېړندوی شېرشاه رشاد، د ځينو پوهنځيو رئيسانو او درنو ښوونکو، محصلانو، مدني فعلانو او شاعرانو ګډون کړی وو. په مشاعره کي دجوري هيئت له خوا د لومړي، دوهم او درېيم مقام شعرونه وټاکل سول او غوره سوي جايزې ورکړل سوې.
د ريسرچ ميتودولوژۍ ورکشاپ
د کندهار پوهنتون په څېړنيز مرکز کي د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د رئيس څېړندوی شېرشاه رشاد له خوا د ريسرچ ميتودولوژۍ اړوند ورکشاپ دکندهار پوهنتون استادانو ته وړاندي سو، چي د کندهار پوهنتون (۳۴) استادانو ګډون په کښي کړی وو
ملي سيمينارونه
د افغانستان د پېژندل سوي توکم پوه، ژبپوه او د کابل پوهنتون پخواني استاد د ډاکټر صاحب پالوال په وياړ په۲۴/غبرګولي/۱۳۹۴ نېټه د عينو مېني په دالان کي يوه ورځنۍ غونډه جوړه سوه او د ۲۵/غبرګولي/۱۳۹۴ نېټه "د مورنۍ ژبي (پښتو) د ودي او پرمختګ لاري چاري" تر عنوان لاندي ملي سيمينار جوړ سو، چي مالي لګښت ئې د غازي ملا نقيب الله اخوند د ښېګڼي بنسټ پر غاړه اخيستی وو. په يادو دوو غونډو کي د کندهار پوهنتون استادانو، محصلانو او د کندهار ښار پر درنو پوهانو، شاعرانو او مدني فعالانو سربېره د هېواد له نورو ولايتونو څخه هم مېلمنو ګډون کړی وو. د غونډو لومړۍ ورځ دروند استاد ډاکټر پالوال صاحب په وياړ ځانګړې سوې وه، چي د هغه خپل اولس او ژبي ته د خدمت کولو او ستړيا ګاللو يادونه او احترام وسو او دوهمه غونډه د مورنۍ ژبي پر وده او پراختيا بحث وسو، په بېلا بېلو اړخونو کي د ژبي د ودي او پراختيا له پاره ګډونوالو ګروپي کار وکړ او ستونزي ئې په ګوته او ممکنه حللاري ورته وپلټل سوې، د مقالو او مباحثو ټولګه به ئې ژر چاپ سي.
په ټولنه کي د زورزياتي علل او عوامل او د هغوی حل لاري تر عنوان لاندي څېړنه
په ټولنه کي د زورزياتي علل او عوامل او د هغوی حل لاري په نامه څېړنه په لوی کندهار (کندهار، هلمند، روزګان، زابل) کي د غويي د مياشتي پر ۲۲ نېټه شروع سوې، چي تر دا مهاله (۲۷/۱۰/۱۳۹۴) پوري ئې د معلوماتو د راټولېدو، تحليل او پايلي کارونه بشپړ سوي دي. په څېړنه کي له (۱۱۰۰) پوښتنپاڼو څخه (۸۱۴) پوښتنپاڼي دکندهار په ښار، ولسواليو، هلمند او روزګان ولايتونو کي ډکي سوي، راټولي سوي او له سلو (۱۰۰) پلان سويو مرکو څخه (۹۷) مرکې سوي دي. د څېړني پايله به ددې کال تر پايه پوري چاپ سي
د نه زورزياتي (عدم تشدد) د تګلاري په اړه توضیحي ناستي
د پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د پاچاخان د نه زورزياتي (عدم تشدد) د تګلاري په اړه ځوانانو ته (۴۵) توضيحي ناستي (ورکشاپونه) پلان کړي وې، چي د ۱۳۹۴ کال دحمل د مياشتي له ۳ نېټې څخه شروع او د ۱۳۹۴ کال د ليندۍ د مياشتي تر ۱۸ نېټې پوري ئې دوام وکړ. په يادو توضيحي ناستو کي دکندهار پوهنتون د يوولسو پوهنځيو محصلانو او د کندهار ښار د يوولسو لېسو ښوونکو او زده کوونکو برخه واخيسته، چي په دې ګردو ناستو کي ۴۶۰ محصلانو، ۴۰ استادانو او ۳۹۱دلېسو زده کوونو، ۳۴ دلېسو استادانو چي ټول ۹۲۵ کسان کېږي برخه اخيستې وه
د څلوېښتو کالو له تاريخي پېښو څخه زده کړه د علمي څېړنغونډي د مقالو ټولګه
د څلوېښتو کالو له تاريخي پېښو څخه زده کړه نړیواله علمي څېړنغونډي دمقالو ټولګه د ۱۳۹۴کال دتلي په مياشت کي چاپ سوه. د نوموړي څېړنغونډي د درنو او حقدارو ګډونوالو، پوهانو، ليکوالو او څېړونکو ۴۲ عنوانه مقالې، ويناوي او پيغامونه په ۷۶۲مخونو کي چاپ سوي دي. د ټولګي په پای کي د څېړنغونډي بهير په عکسونو کي ښکاره سوی او ددغه درې ورځنۍ څېړنغونډي د بهير لنډي لنډي برخي په يوه DVD کي له دې کتاب سره مل دي. د مقالو ټولګه يو-يو ټوک يولسو پوهنځيو، درو معاونيتونو، څېړنيز مرکز، د عامه پوهاوي مرکز، د نارنج مجلې مديريت، درې ټوکه علامه حبيبي کتابتون، پنځه ټوکه اطلاعات او فرهنګ رياست، (۷۴) ټوکه د مقالو ليکوالو، په څېړنغونډه کي مالي مرسته کوونکو او نورو مستحقو کسانو ته ورکړه سوي دي. د مقالو ټولګه خلکو ته د رسېدا په موخه شل(۲۰) ټوکه افغان کتاب پلورنځي، دېرش (۳۰) ټوکه عرفان کتاب پلورنځي او پنځه (۵) ټوکه د کابل علامه حبيبي کاب پلورنځي ته لېږل سوي دي