د مقالو برخه
نوې خپره سوي |
زاړه خپاره سويبسم الله الرحمن الرحيم ط
د سر خبري کندهار پوهنتون –پاچاخان علمي څېړنيز مرکز وياړي، چي د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر فرهنګي او سياسي مرکز کندهار کي د هېواد د وروستيو څلوېښتو (۴۰) کلونو (۱۳۵۲-۱۳۹۲) پر سياسي، فرهنګي، ټولنيز او اقتصادي موضوعاتو باندي ئې هر اړخيزي څېړني او سپړني په درې ورځنۍ نړۍ واله علمي څېړنغونډه کي د ۱۳۹۲ کال د لړم په ۱۴-۱۵-۱۶ ورځو کي تر سره کړې د ادامي له پاره لاندې د سر خبري کليک کړئ دپاچاخان علمي څېړنيز مرکز درئيس څېړندوی شېرشاه رشاد څولنډي خبري ډېر دخوشالۍ ځای دئ چي د افغانستان په ستر تاريخي، سياسي او فرهنګي مرکز او د افغانستان په پخوانۍ پلازمېنه کي داسي يوه لويه علمي څېړنغونډه نيول کېږي، چي نه يوازي د افغانستان دننه وتلي او اوڅار پوهان او څېړونکي ګډون پکښي کوي، بلکي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي شو په شو او پاشلي افغان څېړونکي او علماء دلته پر يوه نغري سره راټولېږي او د هېواد د وروستيو څلوېښتو کلونو (۱۳۵۲-۱۳۹۲) پر سياسي، فرهنګي، ټولنيزو او اقتصادي اړخونو باندي هر اړخيزي تحليلي څېړني په درې ورځنۍ څېړنغونډه کي تر سره کوي د ادامي له پاره لاندې کليک کړئ |