دمرکز پېژندنه
دمرکز د جوړېدو تاريخچه
د۱۳۸۶ ل کال دغبرګولي په اوومه ورځ د افغانستان دولسمشر د ۱۲۹۰ فرمان له مخي دپاچاخان دعدم تشدد دفلسفې دښه خپرېدا په غرض په کندهار پوهنتون کي دپاچاخان علمي څېړنيزمرکز منظورسو او د ۱۳۸۷ ل کال په تشکيل کي ځای ورکړل سو او په خپل فعاليت ئې پيل وکئ.
دا مرکز تر دوو کلونو فعاليت وروسته د بې غورۍ له اسيته دکندهار پوهنتون له تشکيله ولوېدئ، خو په ۱۳۹۰ ل کال کي بيرته تشکيل ورته جوړ او په خپل کارئې بيا پيل وکئ. د ۱۳۹۲ ل کال له غوايي مياشتي څخه ددې مرکز دمشرتابه له بدلون سره د مرکز دلاپياوړتيا له پاره په ټول پوهنتون کي يوه ګډه مشورتي روحيه پيداسوه، چي ددغه ګډکار په پايله کي دمرکز له پاره نوې تګلاره، ليرليد، موخه، بنسټيز ارزښتونه، دندي او کاري پلان جوړسو، چي د کندهار پوهنتون د ۱۳۹۲ ل کال علمي شورا ته وړاندي او ترغور او بحث وروسته منظور او دچارو دلاښه کېدو په نيت ددې يوه يوه کاپي د لوړو زده کړو وزارت لوړ مقام او دولسمشرۍ د فرهنګي چارو دمشاوريت لوی مقام ته ولېږل سوې.
دمرکز پېژندنه
پاچاخان علمي څېړنيز مرکز دکندهار پوهنتون په چوکاټ کي په (۱۳۸۷ل.) کال کي تأسيس سو او د هېواد په پخوانۍ پلازمېنه او اوسني ستر سياسي، فرهنګي او تاريخي مرکز کي فعال دئ، چي دپاچاخان (خان عبدالغفار خان) د نه زورزياتي او سولي فعاليتونه څېړي، ځکه دی په سيمه او نړۍ کي د نه زورزياتي (دعدم تشدد) دفلسفې ستر مبارز وو.
The pacha khan Academic Research Center was established in the framework of Kandahar University in un 2008, to study nonviolence and peace activities of Pacha Khan (Khan Abdul Ghafar Khan) who was great nonviolence soldier in the region and as well as in the world.
It is located in formal capital of Afghanistan, Kandahar in the southwestern region of the country.

بنسټيز ارزښتونهاسلامي اصولو، مقدساتو، ملي دودونو او دانسان د ژوند حق ته درناوی .له تشدد، ظلم، شخړي او جګړې څخه کرکه د لانجو او شخړو حل ته علمي او عملي حل لاره دګډ ژوند او ګډ کار هنر د علمي څېړنو او نوښتونو پالنه او هڅونه |
دندي
پاچاخان د ژوند، شخصيت، د آزادۍ غوښتني او سولي خوښوني د هڅو علمي څېړنه د نه زورزياتي (عدم تشدد) د تګلاري پېژندنه او پالنه د نه زورزياتي د فلسفې په اړه د کتابونو، خپرونو او مستندو فلمونو خپرېده او د هغه د توضيح او تشريح له پاره د علمي کنفرانسونو، څېړنغونډو او ورکشاپونو جوړېده په هېواد او سیمه کي د اوسنيو غميزو د سوله ايزې لاري لټون |
لېرليدپه بشري ټولنه کي په ځانګړې توګه په افغاني ټولنه کي د انسانانو ترمنځ ربړي او ناخوالي، کړاونه او کړکېچونه، لانجې او شخړي، په لوی زغم ، لوړ تفکر، پاخه درايت او ژور تدبير سره له منځه اخيستل |